ورزش

دسولې دجام دځغاستې سيالۍ پاى ته ورسيدې

کابل باخترآژانس د وږى ١٥
دکابل ښاروالي دفوټبال ټيم غړې دسولې دجام دځغاستې په سياليو کې د اتلوالى لقب وګاټه. دباختر آژانس دخبر له مخې: دغه سيالۍ دسولې دجام تر عنوان لاندې نن دځغاستې دشپيتو تنو لوبغاړو ترمنځ د درې زرو مترو په واټن کې دکابل په ورزشي لوبغاړى کې پيل شوې چې په نتيجه کې يې دکابل له ښاروالى څخه محمد شريف لومړۍ مقام  او ددغه ټيم دوو نورو لوبغاړو ايام الدين او اسمعيل دويم او دريم مقامونه وګټل .
دالمپيک دملي کميټې داتلاتيک فدراسيون دڅرګندونو له مخې دغه سيالۍ ديوې ورځې لپاره د دهمبستګي انديشمند دسازمان او داتلاتيک فدراسيون له خوا پيل شوى دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته