سیاست

حامدکرزي د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سره وکتل

کابل_باخترد چنګاښ د مياشتې ٣٠ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف له سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سولې د بهیر او له تروریزم سره د موثرې او جدي مبارزې په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې سرتاج عزیز حامدکرزي ته د پاکستان د صدراعظم هغه رسمي بلنلیک وړاندې کړ چې له هغه څخه یې غوښتي دي چې پاکستان ته سفر وکړي.
د هېواد جمهوررئیس پاکستان ته د سفر لپاره د میا نواز شریف د رسمي بلنې له امله مننه وکړه او دغه بلنه یې په اصولو کې ومنله خو ټینګار یې وکړ چې افغان لوړ رتبه  هیات به هغه مهال پاکستان ته سفر وکړي چې د سفر اجندا مشخصه، د دغه سفر ابتدایي کارونه ترسره او د سفر د اجندا په سرکې له تروریزم سره د موثرې او جدي مبارزې او د سولې د پروسې په اړه خبرې شاملې وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته