ورزش

داستقلال ټيم اتل شو.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
دفارياب ولايت دغور ليک دفوټبال سيالۍ داستقلال دټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيدې.
باختر آژانس ته دفارياب ولايت دورزشي آمريت دمعلوماتو له مخې :  دغه سيالۍ چې د وږي مياشتې په لومړۍ نيټه دميمنې ښار په  ورزشي ډګر کې پيل شوي وې دفارياب ولايت دفوټبال اتو غوره ټيمونو پکې برخه اخستې وه   چې په پاى کې د استقلال ټيم د پنځلسو امتيازونو په ترلاسه کولو سره په لومړي  سرکې او دخراسان او آريانا ټيمونه د ديارلسو امتيازونو په ترلاسه کولو سره په دويم و دريم ځاى کې دي .
ديو اړونده  خبرځاى دڅرګندونو له مخې :  ددغو سياليو له پاى  وروسته په فارياب ولايت کې دفوټبال د الف لاس سيالۍ – د ٢٤ ټيمونو په ګډون پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته