فرهنګ

رسنۍ د ټولنې څلورم ځواک دی.

کابل باختر دسلواغې د مياشتې نهمه
د رسنیو له همکارۍ پرته د ولایت د کړنو او لاسته راوړنو سم انعکاس ممکن نه دی.
دغه څرګندونې د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار د دغه ولايت  په کچه د ژورنالېستانو او رسنیو د امنیت د خوندیتوب کمېټې سره په کاري غونډه کې د وینا پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې ولایتي اداره به په خپل ټول توان سره د بیان ازادۍ، مدني ارزښتونو او د رسنیو او ژورنالېستانو د امنیت د تامین لپاره له شتو امکاناتو څخه کار واخلي .
مظلوم یار په ټولنه کې د رسنیو او ژورنالېستانو اغېزمن رول ته په اشارې وویل: رسنۍ اوس په ټولنه کې د څلورم ځواک په توګه پېژندل کېږي او زموږ هيله هم دا ده چې له دې ځواک څخه د عامه ذهنیتونو په جوړېدنه کې په سمه بڼه کار واخیستل شي، ده زیاته کړه چې د رسنیو له همکارۍ پرته د ولایت د کړنو او لاسته راوړنو سم انعکاس ممکن نه دی.
ده زیاته کړه دوی ژمن دي چې معلوماتو ته د لاس رسي د قانون په رڼا کې پر وخت کره او بشپړ معلومات د رسنیو او ژورنالېستانو په واک کې ورکړي، خو له ژورنالېستانو یې هم وغوښتل چې د اخلاقي کوډونو او د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو په نظر کې نیول سره د داسې معلوماتو او څرګندونو له خپرولو ډډه وکړي چې د ټولنې د وګړو د تشویش او اندېښنې سبب ګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته