ورزش

د فوټبال٣٠ داورانو په پنجشېر کې زده کړه وکړه

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د مرکز زون د فوټبال ۳۰ داورانو د پنجشېر په کوربه توب له يوې روزنيزې دورې وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پنجشېر د فوټبال فدراسيون رييس نوراحمد باختر آژانس ته وويل چې په دې روزنيزه دوره کې له پروان، کاپيسا او پنجشېر څخه ۳۰ داورانو ګډون کړی و او ۵ ورځې يې زده کړې وکړې.
هغه زياته کړه چې دغه روزنيز پروګرام د مرکز زون په سياليو کې د قضاوت لپاره د داوارانو د ټاکنې په موخه جوړ شوى دى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته