امنیت

په غزني کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو د يوې سترې ډيپوکشف

کابل – باختر دلينډۍ څلورمه:
ناټو وايي چې په غزني ولايت کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو د يوې سترې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپو پرون د ده يک ولسوالۍ په (علم) سيمه کې د افغان پوځيان او د ناټو دځواکونو په عملياتوکې کشف او ترلاسه شوى و.
ناټو د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دى چې په دې ډيپو کې د توغندي ويشتوونکو، ماينونو، بمونو ،کلاشينکوفونو او د سلګونو کيلوګرامو چاوديدونکو او نشه يي توکو په ګډون، د وسله والو طالبانو په لسګونو سپک او درنده جنګي وسايل او توکې ترلاسه شوي دي.
ناټو وايي چې وسله والو طالبانو له دغې ډيپو څخه دخپلو ترورستي بريدونو دترسره کولو لپاره استفاده کوله.
په همدې حال کې دغزني ولايت امنيه قوماندان زړور زاهد وايي چې دغه ډيپو په ده يک ولسوالۍکې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ډېره ستره ډيپو وه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته