ورزش

دسپين غر دکرکټ ټيم دکرکټ دسياليو دجدول په سرکې دى .

کابل باختر دلړم اوولسمه :
دسپين غر  دکرکټ ټيم داحمد شاه ابدالي دجام په سياليو کې تراوسه پورې دجدول په سر کې دى .
دکرکټ  بورد ويندوى فريد هوټک دباختراژانس خبريال ته وويل: دزونونو دکرکټ دټيمونو ترمنځ  سياليو کې چې تراوسه پورې دکابل او دجلال آباد په ښارونو کې دوام لري دسپين غر دکرکټ ټيم دشپيتو نمرو په لرلو سره دجدول په سرکې او دعينکو  دمسو دکان ټيم په دويم مقام کې  دى .
ددغوسياليو په دوام  نن دکابل په ورزشي  ډګر کې  دسپين غر  او دآمو د ټيمونو او دجلال آباد په ښار کې  دعينکو دمسو او دبست  دټيمونو  ترمنځ سيالۍ دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته