امنیت

پنځه تنه دغلا په تور په بلخ کې ونیول شول

 کابل/ د چنګاښ ٢٦ مه / باختر
د بلخ پولیس وایي چې په دغه ولایت کې پرون پنځه غله ونیول شول.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د باختر اژنس خبریال ته وویل چې دغه کسان په مزارشریف ښار کې په وسله واله  غلا او  باج اخیستنې تورن دي.
سرچينه زياتوي چې دغه کسان د مزار شریف ښار په بېلا بېلو سيمو کې نيول شوي دي.
هغه وايي: له نیول شویو کسانو څخه یوه تومانچه ، یوه چاړه او یو تکسي موټر ترلاسه شوي دي.
سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته