امنیت

په هرات کې يوتن دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .

کابل باختر د سلواغې دويمه :
يوتن  په هرات ولايت کې  دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې  دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .
  انسان تښتوونکو دغه سړى  دګلران په ولسوالۍ کې  ساته ، دانسان تښتوونکو له منګولو څخه  ژغورل شوى سړى  باختراژانس ته وويل انسان تښتوونکو دده د خلاصون په بدل کې  دزياتو پيسو  غوښتنه کړې وه  چې دده کورنى  دهغه  دورکولو توان نه درلود .
دهرات دپوليسو يومقام وايي  چې ددغې پيښې په اړوند څو تنه تر تعقيب لاندې نيولي دي .او دهرات ښار يوتن اوسيدونکي هم دملي امنيت درياست له خوا نيول شوى دى .
داپه داسې حال کې ده چې دوروستۍ يوې مياشتې په بهير کې  دوه تنه انسان تښتوونکي په ګلران ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي او عدلي اوقضايي مراجعو ته سپارل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ،  په شينډنډ ولسوالۍ کې ديوې سختې چاودنې مخه ونيول شول .  يو ماين  چې دويجاړولو زيات توان يې درلوداو دوسله والو طالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ په عمومي تګلورى کې ښخ کړى شوى و دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
دوه ورځې  مخکې هم  په همدې ولسوالۍ کې  دطالبانو  دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه  تنه نور ټپيان شول
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته