امنیت

دنهرين خلک دغيرمسوولو وسله والو قوماندانانودواکمني له امله له جدي ستونزوسره مخامخ دي .

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٤ :

دبغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې ديو غيرمسوول قوماندان له وژل کيدو وروسته دهغه يوشمير افرادو په دغې ولسوالۍ کې دکورونو مالونه لوټ کړل اودنهرين لاره يې دخلکو اوترافيکو پرمخ تړلې ده.

دنهرين ولسوالۍ  دګادي دکلي  يو تن مشر باختراژانس ته وويل: دغه پيښه دغيرمسوول وسله وال قوماندان نازک مير له وژل کيدو وروسته  چې څه موده مخکې  دقاري بحرالدين  دافرادو له خوا وژل شوي  و رامنځته شوې ده.

ويل کيږي  قوماندان نازک مير پلويانو دوه ورځې مخکې له هغه وروسته  چې قوماندان بحرالدين  يې وواژه دتولي ،.ګاوي  اوبزدرې په کليو کې  يې ددولسو کورونو مالونه لوټ کړل اوددغو کليو لارې يې دخلکوپرمخ وتړلي

دنهرين ولسوال سيدمحمود راد په دې ترڅ کې  چې په دغې ولسوالۍ کې دغيرمسوولو وسله والو ډلو دشتون له امله شکايت کوي  وايي چې تراوسه پورې دبغلان ولايت مقام اوامنيه قوماندان دنهرين دخلکو دستونزو دپاى ته رسولو په خاطر څه نه دي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته