امنیت

په فارياب کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

 کابل باختردتلې دمياشتې ١٩نيټه :
په فارياب ولايت کې د ملي امنيت منسوبينو تېره شپه د يوې چاودنې مخه ونيوله .
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت د ملي امنيت منسوبينو يو بوشکه يي ماين چې د وسله والو مخالفينو له  خوا د ميمنې ښار د هوايي ډګر په څلور لارې کې د مرحوم حاجي سکندر جومات ته څېرمه ځاى پرځاى کړاى شوى و، کشف او شنډ کړ.
دوه ورځې مخکې هم د فارياب ولايت امنيتي ځواکونو دوه مزائيل توغندي چې د ميمنې ښار په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو له خوا توغولو ته چمتو شوي وو، کشف او شنډ کړل.
وسله والوطالبانو غوښتل د دغو دوو توغنديو په توغولو سره د ميمنې ښارپه ځنيو سيمو بريدونه وکړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته