امنیت

په ګرزيوان ولسوالۍ کې دطالبانو دسر دروند زيان .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دوسله والو طالبانو ددريو تنو سرګروپانو په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې ووژل شول .
دفارياب ولايت امنيه قوماندان سيد اقا اندرابي دباختراژانس خبريال ته وويل په تيرو اته څلويښتو ساعتوکې وسله والو طالبانو په ګرزيوان ولسوالۍ کې دملي پوليسو په امنيتي  پوستو او دتګاب دکلي په  وګړني پاڅونوالو  يرغليز بريدونه وکړل چې دسردزيات زيان په زغملو سره يې په شاتګ وکړ .
اندرابي زياته کړه په دغو  جګړوکې دوسله والو طالبانو  مشهور قوماندانان په  جند الله مشهور ملا فيض  الله ، قاري نقيب الله او په ملا عتيق الله مشهور صبغت الله ووژل شول او پنځه تنه  نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددوى يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته