نوي ډيلي باختردمرغومي ديرشمه :
هند نن سهار د اګني_٦ توغندى د دغه هيواد د اوديسا ايالت په ساحل کې آزمايښت کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه توغندي چې د څلور زره کيلومترو واټن د ويشتلو وړتيا لري؛ کولى شي اټومي کوپړۍ وليږدوي.
داپه هندکې د دغه شان توغندي دريم آزمايښت دى چې د دغه هيواد په زراد خانه کې دويمه وسله ده.
هند پخوا دوه اګني _ ٥ توغندي چې د پنځه زره پنځه سوهکيلومتروواټن دويشتلو وړتيا لري او د وچې ويشتوونکو بالستيکي توغنديو په طبقه بندي کې ځاى نيولى دى؛ په برياليتوب سره آزمايښت کړى و.
2 د یوې دقیقې څخه لږ