اقتصاد

ددهله بند داوبو دزيرمې او دبريښنا دتوليد ظرفيت لوړيږي .

کابل باختر دکب نولسمه :
ددهله بند دبريښنا دتوليد زياتوالي مسئله  نن دانرژى او اوبو وزارت له مسوولانو سره د(FCG ANZDEC اوافغانترين دشرکتونو  دمسوولانو په  غونډه کې وڅيړل شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې دواړو لورو په قندهار ولايت کې  ددهله بند  دکار په دوام او اتو مترو ته دهغه دلوړوالي او په ټاکلي وخت کې  دهغه دکار  په پاى ته رسولو باندې ټينګار وکړ .
دهېواددپخوانيو بندونو دبيا جوړولو اواحيا کولو په باب   د انرژى او اوبو وزارت دپاملرنې له مخې د قندهار ولايت  ددهله بند داتو مترو لوړوالي د ديزاين  دبشپړولو قرارداد د  ٢٠١٧ ميلادي کال  دسپتمبر دمياشتې په شلمه نيټه  له افغانترين شرکت سره  لاسليک شوچې ټاکل شوې ده د ٢٠١٩ کال داګست دمياشتې  تر  يو ديرشمې نيټې پورې  بشپړ شي .
ددغه قرارداد له مخې ،  دقندهار  ددهله بند  دساختماني کارونو  اجرا کول په  څلورو پړاونو کې  بشپړيږي .
  اته متره دبند  لوړوالي داوبو دزيرمې  دزياتوالي ،  له ٦٤٠٠زره  هکتاره  ځمکې  څخه  ٢٦٤٠٠زره هکتاره ځمکې ته  داوبو لګولو دظرفيت لوړول ، دقندهار ښار  دبريښنا  توليد او ويش او دښار اوبو رسول پکې شامليږي .
  دانرژى او اوبو وزارت مسوولان وايي  چې ددغه بند دکار په پاى ته رسيدو سره به دقندهار ښار په کرنيزو او دبريښنا په برخو کې  ديادونې وړ پرمختګونو ډګر دي .
  دغه راز دقندهار ولايت اوسيدونکو ددغه ولايت  داوبو لګولو  او روښانولو لپاره  ددغه بند دکار دپرمختګ له امله  خوښي څرګنده کړې ده .
دقندهار ولايت  ددهله بند  دارغنداب سيند په وړاندې چې دهلمند سيند يوه اصلي څانګه ده  جوړ شوې ده .   ختم- ف _ اکرم                    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته