کابل باختردسلواغې پنځه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې دناتو دبې پيلوټه جنګي الوتکو په بريدونوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل دباختراژانس خبريال ته وويل: دکونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په شونګرى ساحه کې دبې پيلوټه الوتکو دبريدونو له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ