فرهنګ

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دنوروزجشن ونمانځل

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
دنوروزدلرغونې اوملي جشن په درناوى نن داطلاعاتواوفرهنګ دوزارت له خوا دکابل  دبابرشاه په بڼ کې يوه غونډه جوړه شوه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دکابل دبابر شاه په  بڼ کې جوړه شوې وه دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  محمد اشرف غني پيغام  دجمهور رييس دسلاکار پوهنوال لعل پاچا عثماني له خوا  ولوستل شو .
  دجمهور رييس په پيغام کې ددغې ورځې په مناسبت دمبارکى په ترڅ کې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه  ددغې غونډې دجوړولو په خاطر مننه شوې ده .
دغه راز  دجمهور رييس په پيغام کې نوروز نه يوازې  ديو ملي اونړيوال دوديز ميراث په توګه ، بلکې دژوندانه چاپيريال ساتنې ته  زموږ دپاملرنې دجلبولو  او دطبيعت  دښکلالپاره  ښه فرصت او دالله ( ج ) دنعمتونو قدرداني دى .
دجمهور رييس دپيغام په بله برخه کې هيله څرګنده شوې ده هغه کسان چې  دهېواد دورانولو فکر کوي  بايد دهېواد ابادى ته فکر وکړي .
دغه راز محمد اشرف غني په دې پيغام کې له خلکو څخه غوښتي دي  چې نيالګي کيږدي ځکه  ونه دژوند ښکارندوي ده .
دپيغام په دوام داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه ددغه جشن دجوړولوپه خاطر يوځل بيا  قدرداني شوې ده .
په دې غونډه کې دملي وحدت حکومت داجراييه رييس پيغام  د اجراييه رياست دسلاکار دولت شاه حبيب له خوا ولوستل شو .
په پيغام کې ويل شوي دي خوښ يم  چې دنوروزجشن او نوى  لمريز کال په هېواد کې  داخوت او ورورولۍ په فضا کې  نمانځل کيږي . او زموږ خلک سخت کال تير کړ که چيرې  له يوې خوا  داورښتونو له امله زموږ يوشمير هيواد وال زيانمن شول او انساني تلفات مو درلود اوله امنيتي پلوه له سختې ازموينې سره  مخامخ و . او له نيکه مرغه  له دغې ازموينې څخه بريالي راووتو .
اجراييه رييس په خپل پيغام کې  په هېواد کې دسولې په ټينګښت ټينګار وکړ اوڅرګنده يې کړه  چې دملي وحدت دحکومت دروازه  تل دسولې او خبرو لپاره  ددولت  دوسله والو مخالفينو پرمخ پرانستې ده .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري دلرغونې نوروز او دنوى لمريز کال له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  ، دملي وحدت دحکومت اجراييه رييس ،  دکابينې ، ملي شورا او دسترې محکمې  غړو او دافغانستان  ټول ملت ته مبارکي وويله او نوى کال يې له جګړې او تاوتريخوالې خلاص کال اوپه هېواد کې دسولې او ارامى دکال هيله وکړه .
پوهاند محمد رسول باوري په بيلابيلوبرخوکې  دپرمختګ ،ترقي او سولي لپاره  دهېواد  دخلکو په اتحاد او پيوستون ټينګار وکړ  او ويې ويل: زموږ دملت  پيوستون  کولى شي  موږ خپلو هيلو ته ورسوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې دنوروزجشن  زموږ له ديني عقيدو سره اړه نه لري اوله دغه فرهنګي او دوديز جشن درناوى دطبيعت  د ژوندي کيدو درناوى دى . اونوروز  دفرخي سيستاني ،  سنايي غزنوي او دهېواد دنورو شاعرانو په شعرونوکې ځاى کړى شوى دى . او دغه جشن  زموږ دهېواد  دباچاهانو عبدالرحمن خان ، حبيب الله خان او دغازي امان الله خان  په دورو کې په  بيلابيلو بڼونمانځل کيده .چې سندونه يې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په ملي ارشيف کې موجود دي .
  په دې غونډه کې دهېواد نوميالى  شاعر اوليکوال اکاميسين  سليمان لايق  وويل : چې نوروز په داسې شرايطو کې نمانځو چې له بده مرغه  زموږ په هېواد ددښمنانو له خوا  تيرى  شوى دى .
اکادميسين  سليمان لايق  څرګنده کړه چې نوروز مذهبي نه دى  بلکې تبرک دى . او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ددغې غونډې په جوړولو سره  دستاينې وړ کار کړى دى  چې له هر راز تعصب پرته  نوروز يې ونمانځه .
ده  هيله وکړه چې ښه کال پرمخ وي او دغه کال په هېواد کې دقومي ، سمتي او ژبنى  تعصب دکنګل دويلي کيدو سبب شي .
په دې غونډه کې داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارومعين سيد اقا حسين  فاضل سانچارکي او ددغه وزارت  رييسانو او کارکوونکو اويوشمير دولتي مسوولينو اوبهرنيو اتباعو ګډون کړي و .
  غونډه  دتياتر ،  مستند فلم په نندارې او دموسيقي په اجرا کولو سره  پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته