-ميمنه/ باختر د ثور ١٤:
په فارياب ولايت کې څوارلس تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د غورماچ او المار په ولسواليوکې رامنځته شوې.
د فارياب ولايت د سيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: جګړې د طالبانو په يوه پټنځي او د ډار اچوونکو د سپرليو په کاروان د پوځيانو له بريد وروسته رامنځته شوې دي.
ويل کيږي، په دغو جګړوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
د يوبل خبرله مخې:
د فارياب ولايت امنيتي ځواکونو د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: امنيتي ځواکونو نن سهار څه ناڅه دوه ماينونه د فارياب ولايت له ګڼ ميشتو لاروڅخه کشف او شنډ کړل .
دفارياب پوځي مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عاملين بولي.
0 1 دقیقه لوستل