کابل/ د غبرګولي ۳مه/ باختر
د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې نن د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې پر چمتووالي د بحث ترڅنګ د عامه ساتنې ملي تصدۍ اساسنامه کې تعدیلات، د ۱۴۰۰ کال لپاره د دولت تقنیني پلان، د محصلینو د لیلیو مقرره او د روغتونونو د مالي او مدیریتي واکونو د زیاتوالي طرحه تصویب کړه.