ټولنه

په بدخشان کې بې ځايه شويو کورنيو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
په بدخشان کې نن څه دپاسه زرو بې ځايه شويو کورنيو نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د بدخشان د مهاجرينو د راستنولو چارو آمرعبدالواحد طيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د (ډبليو.اف.پي) ادارې د دغه ولايت په مرکز او جرم ولسوالۍ کې پر هرې کورنۍ ١٢٠٠٠ زره افغانۍ ووېشلې.
خبرځاى زياته کړه: اوس په جرم او بهارک ولسواليوکې د موسسو او دولتي بنسټونو په ګډون څلورټيمونه له جګړو څخه د بې ځايه شويو کسانو په سروي بوخت دي.
د يو بل خبرله مخې:
د  «ډاکار» موسسې هم په جرم ولسوالۍ کې پر ٣٠٠ بې ځايه شويو کورنيو د کور د اړ تيا وړ وسايل ووېشل.
طيبي وويل: په ساړه موسم کې د بې ځايه شويو کورنيو د ستونزو د حل لپاره ډېر ژر ٩١ خيمې په جرم ولسوالۍ کې پر بېځايه شويو کورنيو ووېشل شي او دغه راز د «کسرن» موسسه به هم په جرم ولسوالۍ کې له ٣٥٠ بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته