امنیت

د وسله ‎وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر امنیتي پلان بحث وکړ

کابل باختر/ د وږي د مياشتې۱۴ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله‌ وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د سولې او امنیت له دښمنانو سره د مبارزې او په ټول هېوادکې د تروریستي ډلو د ځپلو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني وشوه.
د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هېواد د ځینو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه د مفصل راپور د وړاندې کولو ترڅنګ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو امنیتي پلان هم غونډې ته وړاندې کړ چې له هر اړخیزونو بحثونو وروسته په دې اړه لازمې لارښوونې وشوې.
همدارنګه په دې غونډه کې د ځینو ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د دښمن د پلانونو د دفعه کولو په اړه امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته