امنیت

دفارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې داوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول .  په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې کله يې چې  ديولړ  ډار اچوونکو پيښو درامنځته کولو نيت درلود دقيصار ولسوالۍ  بازار ته څيرمه  بريد وشو .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل  طالبانو غوښتل  چې په يولړ  ډار اچوونکو پيښو لاس پورې کړي چې دقيصار ولسوالۍ  بازار ته څيرمه  په داسې حال کې چې  په موټرسايکل سپاره و بريد پرې وشو او ووژل شول .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته