نړۍ

پاکستان کې د پارلماني انتخاباتو لپاره رایه اچونه پيل شوه

نړيوالې خبري منابع  باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :
په پاکستان کې نن چهارشنبه د پارلماني انتخاباتو لپاره رایه اچونه پيل شوه. 
خلک په داسې حال کې رأی اچونې ته روان دي چې د انتخاباتو د نتایجو د شفافیت او درأیې اچوونې پر مهال د مرګونو بریدونو د ګواښ په اړه اندېښنې موجودې دي.
په نننیو انتخاباتو کې د تحریک انصاف د مشرعمران خان او د مسلم لیګ نواز         د ګوند سخته سیالي روانه ده.
د رأیو په اړه د یوې سروې له مخې عمران خان ۳۰ فیصده او مسلم لیګ نواز ګوند ۲۷فیصده رایي لري، په بله برخه کې بیا مسلم لیګ نواز ګوند ۲۶ فیصده او تحریک انصاف ۲۵ فیصده رأی لري.                                                    
په درېیم مقام بیا د پخوانۍ صدراعظمې بينظیربوټو د زوی بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز پارټي ده.
پاکستانیان تر نن ماخوستن اتو بجو پورې  وخت لري چې د رایو مرکزونو ته ولاړ او د خپلې خوښې کاندید ته رأيه ورکړي.
په پاکستان کې ۱۰۶ میلیونه وګړي د رايې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي او لږ تر لږه ٨٥ زره انتخاباتي مرکزونه پرانېستل شوي دي.
  په دې ټاکنوکې د پاکستان د پارلمان ۳۴۲ څوکیو ته د دې هېواد له ټولو ایالتو، ۳۷۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
د نننیو ټاکنو پایلې به د جمعې په ورځ اعلام  شي. 
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته