کابل/ د وږي ۱۸مه / باختر
د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې په يو موټرسايکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله درې کسان ووژل شول.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان وويل: دا پېښه د غازي آباد ولسوالۍ په نېشهګام سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په وژل شويو کې یو پوځي افسر او دوه ماشومان او په ټپيانو کې هم دوه ماشومان شامل دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د چاودنې مسوولیت نه دى منلى.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ