امنیت

د يوه امنيتي شرکت اووه تنه مسوولين ونيول شول

کابل باختر د وري پنځمه :
د شيلد(Shield) د امنيتي شرکت د عملياتي مرستيال په ګډون ددغه شرکت اووه تنه مسوولين دکابل دپوليسو له خوا ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو د وزير له لارښوونې سره سم پوليسو په کابل سرينا هوټل له هغه تروريستي بريد وروسته چې دماشومانو اوښځو په ګډون يو شمېر ملکي وګړي پکې ووژل شول؛ ددغې تروريستي پيښې د څرنګوالى او د هغې دعواملو په باب جدي پلټنې پيل کړې دي.
د څيړنو په لومړى پړاوکې او د هغو اطلاعاتو په رڼاکې چې د ملي امنيت ادارې د پوليسو په واک کې ورکړي دي؛ بهرنى استخبارات په دې بريدکې لاس لري.
پوليس دې نتيجې ته رسيدلي دي چې دکابل سرينا هوټل امنيتي مسوولينوچې د شيلد(Shield) په خصوصي امنيتي شرکت پورې اړه لري؛ هوټل ته د تروريستانو د ننوتو په وخت کې دخپلې دندې په اجرا کولوکې غفلت او بې پروايي کړې ده.
له همدې امله پوليسو پرون د شيلد(Shield) شرکت د عملياتي مرستيال په ګډون ددغه شرکت اووه تنه مسوولين د زياتو څيړنوپه مقصد ونيول او د پيښې د څرنګوالى په باب له هغوى څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته