جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه
افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاویې سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې دوه تنه طالبان ژوندي نیول شوي او د دوی یو پټنځی هم له منځه وړل شوی دی.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د وسله والو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ