-کابل باختردثور ١٦مه :
دوه تنه وسله و ال طالبان په غزني ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول
دغه طالبان تيره شپه دموټرسايکل په سپرلۍ داندړو ولسوالۍ بازارته څيرمه په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې دناتو جنګي الوتکې له خوا پرې بريد وشو .
دتندر قول اردو درسنيو دفتر باختراژانس ته دخبرپاڼې په لېږلو سره وايي چې په دې هوايي بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دې بريد کې ددغو طالبانو دسپرلۍ موټرسايکل دهغوى له جنګي وسايلو سره ويجاړشوى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ