امنیت

په روزګان کې یو ځل بیا د عملیاتو پیل

ترينکوټ باخترد چنګاښ د مياشتې ۱۷ مه
د روزګان امنیتي مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې به ډیر ژر د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پراخ عملیات پیل شي او د وسله والو تر واک لاندې سیمې به ونيول شي.
په جنوب لویدیځه حوزه کې د ۴۰۴ میوند زون قوماندان برید جنرال غلام نبي «الهام» باختر اژانس ته وویل چې ډیر ژر به د روزګان ولایت په یو شمیر سیموکې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل شي او هغه سیمې چې دا مهال د مخالفینو په ولکه کې دي؛ ځينې يې به ونیول شي.
الهام پدې وروستیوکې د میوند زون د قوماندان په توګه پر دنده ګمارل شوی او یاد ولایت ته یې دا لومړنی سفر دی.
ده په مرکز ترینکوټ کې د جګړې له لومړیو کرښو څخه د لیدنې پر مهال یو شمېر امنیتي سرتیري په نقدي مکافاتو سره وستایل او یو شمیر پولیس مشرانو ته یې د هغوی د زړورتوب او سرښندنو لپاره ستاین لیکونه هم ورکړل.
الهام د عملیاتو د بریالیتوب لپاره د خلکو همکاري اړینه وبلله او د دغه ولایت له اوسیدونکو څخه يې وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي څو دغه عملیات بریالي شي.
د یادولو وړ ده چې په دغه ولایت کې د وسله والو د ځپلو په موخه څو موده مخکې هم د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات شوي وو چې د ډېر لږ پرمختګ سره پای ته رسيدلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته