امنیت

یو ماین ښخوونکی طالب په فراه کې ووژل شو

۲۶- کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
یو ماین ښخوونکی طالب نن په فراه کې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو یو جګپوړی غړی مولوي غفور چې په دغه ولایت کې یې د ماین ښخولو مسوولیت پر غاړه لاره، نن سهار په داسې حال کې ووژل شو چې غوښتل یې د فراه په مرکز پورې اړوند ریګي کلي کې تر یوه پلګي لاندې ماین ښخ کړي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته