خبرونهامنیت

له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه ۵۰۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومي ۳۰مه، باختر

په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ د حضرت ابوبکر صديق (رض) له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰  سرتېري  د پوځي او نظامي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.

د یاد قول اردو ویاند مولوي اجمير افغان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یادې قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه  ۵۰۰ سرتېري له درې میاشتنیو  فکري، نظامي او عقیدتي زدکړو وروسته فارغ شوي او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړي دي.

د دغو تازه فارغانو د فراغت مراسم کې مسوولینو په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د احکامو اطاعت ترڅنګ خلکو او اسلامي نظام ته ښه خدمت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته