سیاست

تبصره

کابل باختر دزمري دويمه

 وسله والو طالبانو دميدان وردګو  په جلريز کې د پنځو تنو کارګرانو په وژلو سره دافغانستان دخلکو پرخلاف  يو بل جنايت وکړ او ويې ښودله  چې عملونه يې له هيڅ  انساني قاموس او له هيڅ ديني معيار سره نه برابريږي .

 دباختر اژانس مبصر په دې اړوند ليکي: طالبانو  دچنګاښ په  ٣١ نيټه دشنبې په ورځ په داسې حال کې چې دافغانستان خلک دنړۍ دمسلمانانو تر څنګ  دروژې دمبارکې مياشتې هرکلي کوي  چې لوى خداى ( ج )  په هغي  کې خپل بنده ګان  اطاعت ، زغم اوصبر ته رابولى ، پښې لوڅي  او په ګيډې  وږۍ شپږ تنه کارګران  چې خپل ځان اوخپلو بچيانو ته ديوې مړي ډوډۍ دپيداکولو لپاره لالهانده وو  دميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې چې له کابل څخه دباميانو دايکندي او غور په لور  مواصلاتي  لاره ده  ، له ځان سره بوتلل ، له دوى څخه يواځې  يو تن په تيښتې بريالي شو  خو طالبانو پنځه تنه نور په ډزو سره ووژل ، طالبانو يواځې ددغو پنځو تنو په وژلو بسوالى ونه کړ له دې ډيره بده داده چې ددغو شهيدانو دمړو په شاوخوا ماينونه  کيښودل او ويې چول ، طالبانو په دغه حرکت  سره دوه سترګناهونه هغه هم دروژې په مبارکه مياشت کې وکړل . لومړي يې بي ګناه انسانان ووژل ، دويم  داچې مړو ته يې چې  حرمت يې داسلام په دين او افغاني دودونوکې څرګند اوپه ډاګه دى  سپکاوي  وکړ او دغه حرکت داپه ډاګه کوي چې دطالبانو افرادپه خپله په اسلامي  لارښوونو او اوامر نه پوهيږي

لکه  څنګه چې  څه موده مخکي  يوه نيول شوي طالب  ونه کړاي شول دتلويزيون  په څپو دشهادت اوطيبه کلمه په ژبه ووايي   خو کيداي شي همدغه دشريعت مدافعان وبولو .

 طالبانو  دانه ده په ډاګه کړى  چې  په کوم جرم اوګناه يې دغه پنځه تنه بي وزلي او مظلوم  کارګران ووژل  دالومړي ځل نه دى چې طالبان په جلريز  اويا دهيواد په نورو سيمو کې په مسافرينو او کارګرانو بريد کوي او وژني يې ، پوره يو کال مخکې  په همدې  شپو اوورځو کې دپيښو ضد اداري څلور تنه کارګران  چې اړو کسانو ته يې دمرستې مالونه  ليږدول ، په جلريز کې دطالبانو له خوا په بي رحمي  او قساوت سره ووژل شول  ، مخکې له دې دلغمان ولايت  يو شمير اوسيدونکي چې دکار دموندلو لپاره ايران ته تلل دنيمروز _ قندهار په لاره کې دطالبانو له خوا له يوې مخې  ووژل  شول .  په همدې ډول  دطالبانو ډلې څو څو ځلې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دماين پاکولو دموسسو پرکارکوونکو چې هلې ځلې يې کولي دخداى ( ج )  ځمکه دخداى ( ج )  دبنده ګانو  لپاره دماين او ډار اچوني څخه په امن کې کړي ، بريد وکړ يايې هغوى له کوم دليل پرته اسيران کړل  اويا يې هم په ناځوانمردانه  ډول ووژل .

 طالبانو  څو ځلې په بيلابيلو ولايتونو کې دښوونځيو په زده کوونکو او ښوونکو يواځې دزده کړې او روزنې په جرم بريدونه وکړل اوويې وژل  طالبانو څو ځلې  په قندهار ، فراه ، هلمند ، هرات اونورو ولايتونوکې  قومي مشران يواځې په دې جرم چې هغوى خلک اسلامي اتحاد او ورور ګلوي ته  بولى ترور کړل .

 په جلريز  کې وروستي جنايت  او په نورو کلونو کې په نورو ځايونو کې نور جنايتونه داټکي څرګندوي چې دطالبانو جګړه  له  خلکو سره  ده ، هغو کله چې ځانمرګي  بريد کوي  خلک وژني ،  هرکله چې په  يوه دولتي اداره اويا ديو بانک  په يوې نمايندګي  بريد کوي  او په تفريح  ځايونو بريد کوي هدف يې دخلکو وژل  دي ځکه هغوى ته ددې امر شوى  دى چې يواځي  د ډار او ويري د فضا پيداکولو له لارې کولاي شي پر خلکو واکمن شي او که دواکمني خبره دپوهي  ، علم او ديني معيارونو له لارې وي  طالبان په خپله په دې برخ کې بي وزلي اوناتوانه دي .

 خو هغوى  طالبان دى بايد  پوه شي چې لوى خداى ( ج )  په خپله محاسبه کې دقيق او  سختګير ده او داورځ به لري نه وي  چې دغه جانيان به دبي ګناه کسانو دوژنې  ځواب په الهي محاکمه کې ووايي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته