ټولنه

په پنجشېر کې د مرستې د راټولولو کمپاين پیل شو

کابل/ د غویي ٦ مه / باختر
په پنجشېرکې لسګونو ځوانانو نن اړو کورنیو ته د مرستې د راټولولو کمپاین ترسره کړ.
د دغه کمپاین مسوول سېد مصور سادات د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه پروګرام د (قول وطني) تر نامه لاندې د هغو بېوزلو کورنیو د مرستې رسولو په موخه چې په قرنطین کې دي؛ ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په دغه پروګرام کې ټاکل شوې ده ١٠٠ ځوانان له ټولو خیرغوښتوونکو او سوداګرو څخه اړو کسانو ته پیسې راټولې کړې.
هغه زیاته کړه: دغه کمپاین به ترهغه وخته پورې چې د کرونا ویروس موجود وي او خلک په کورني انزوا کې وي؛ دوام ومومي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته