رياض- دايرانا دولتي خبري آژانس – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دسعودي عربستان يوې محکمې پرون دالقاعده په غړيتوب دوه تنه مشکوک کسان په دغه هيواد کې د څلور تنو فرانسوي اتباعو د وژلو په تور په مرګ
محکوم کړل .
دايرنا د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې : دغه دوه تنه په ډزو سره دڅلور تنو فرانسوي اتباعو په وژلو محکوم شول.
دغه فرانسويان دسعودي په پايتخت رياض کې ووژل شول .
دولس تنه نور هم له يرغلګرو سره دمرستې په جرم له دريو کلونو څخه تر ٢٣ کلونو پورې په بند محکوم شول .
دوو تنو وژل شويو کسانو دبريښنا يو شرکت ته کارکاوه يو تن يې په رياض کې
د فرانسويانو په يو ښوونځي کې ښوونکى و او څلورم يې يو تنکى ځوان و.
0 1 دقیقه لوستل