فرهنګ

ټاکل شوې ده غزني په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د ايسيسکو له خوا داسلامي تمدن دپايتخت په توګه اعلام شي

کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه

  ټاکل شوې ده  غزني په  ٢٠١٣ ميلادي کال  کې د  ايسيسکو له خوا داسلامي تمدن دپايتخت په توګه اعلام  شي او په همدي مقصد داړوندو افغاني مرګزونو له خوا  لازم خوځښت  شته او مقامات وايي چې غزني به په ٢٠١٣ کال کې دي ته چمتو شي چې داسلامي تمدن مرکز وي .

 دباختر اژانس مبصر ليکي  افغانستان په لرغوني تمدن او غزني په خاصو ځانګړتياو سره  ددغه بډاي تمدن  يوه برخه ده دغزني دغه خاص  ځانګړتياوي  ددي  سبب شوي چې داسلامي هيوادونو دکنفرانس سازمان  ايسيسکو  يې دي ته اړ کړ چې غزني په  ٢٠١٣ کال کې داسلامي نړۍ دتمدن دمرکز او يا پايتخت په توګه وپيژني .

  دافغانستان دولت اوخلکو دايسيسکو  ددغه حرکت  چې کولي شي ديو متمدن هيواد په توګه  او  په بډاي فرهنګي لرغونتيا سره دافغانستان په  معرفي کولو کې له نړيوالو سره مرسته وکړي هرکلي وکړ او دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست يوکميسيون چې داطلاعاتو او فرهنګ او دښاري پرمختياو وزارتونو استازي ، دغزني  سيمه ئيز مقامات او دنورو مرکزونو  مسوولين پکي دي موظف کړ چې ديو هماهنګ پروګرام په چوکات کې غزني تر  ٢٠١٣ کال پوري داسلامي تمدن دپايتخت په توګه چمتو  کړي اړوندو ادارو او مرکزونو په دې لاره کې خپل کار پيل کړ او غزني  تر  ٢٠١٣ کال پوري داسلامي تمدن دپايتخت  په توګه چمتو کيږي .

  سره له دې چې ځيني شک او ترديدونه  او اټکلونه  موجود و چې غزني به تر ٢٠١٣ کال پورې دي  ته  چمتو نه شي  چې داسلامي تمدن پايتخت وي  خو هغه څه چې داطلا عاتو او فرهنګ وزارت مقامات اوپه غزني کې

 سيمه ئيز مسوولين  وايي ددې څرګندوي دي چې دغه اټکلونه بې ځايه دي داسي ګټور کارونه شوي دي چې غزني دي ته  چمتو شي چې په ټاکلي کال کې داسلامي تمدن پايتخت وي .

   لکه څنګه چې په دې وروستيو وختوکې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  پو هنمل نبي فراهي او ددغه وزارت فرهنګي معين سيد مصدق  خليلي  په غزني کې دديارلسو نورو تاريخي اثارو دترميمولو  او مرمت کار پرانيست چې ددغو ديارلسو پروژو په بشپړيدو سره به ټول دوه ديرش تاريخي اماکن په غزني کې ترميم او دسيلانيانو ننداري ته چمتو وي .

 دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت به په دغو دوه ديرشو تاريخي ابداتو په سربيره دپارسي ادب ددوران جوړونکي ويناوال حکيم سنايي  ( رح )  او دهيواد دمشهور منجم ابوريحان البيروني ارامګاه هم په اساسي ډول  ترميم کړي .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقامات ډاډ ورکوي  هغه څه چې په غزني کې په دغه وزارت پورې اړه پيداکوي  دراتلونکي ميلادي کال تر لومړيو وختو  پورې بشپړيږي .

 له بلي خوا په غزني ولايت کې سيمه ئيز مقاماتو هم ويلي دي چې دغزني داسلامي ثقافت  دمرکز دجوړولو کار  چې داويا پروژي پکي دي دوام لري .

 دغزني والي محمد موسي اکبرزاده  هيله لري چې  ٢٠١٣ کال پوري زياتره هغه پروژي چې دغزني لپاره داسلامي تمدن دپايتخت په توګه په پام کې نيول شوي دي بشپړي او غزني به دهغه څه لپاره چمتو شي  چې دايسيسکو  دهغه  لپاره پروګرام جوړ کړي دي .

 نو هغه څه چې اړونده مسوولين اومقامات وايي څرګندوي چې غزني به په ٢٠١٣ کال کې داسلامي  تمدن دپايتخت لپاره چمتو شي .

 غزني ته  ددغه لقب ورکول  زموږ ټولوخلکو ته د وياړ سبب دي ځکه ددغه هيواد خلک ددي دجغرافيايي  او ژبنيو  طبقه  بنديو په پام کې نيولو پرته په يوه واحد کور او کورنۍ پورې  چې هماغه افغانستان  د ي اړه لري دوي د خپلو مشترکاتو په ساتنه کې يو موټي او په يوه خوله دي نو داسلامي ثقافت  دمرکز په توګه د غزني چمتو کول هم يوه ديني او هيوادني وجيبه ده  لکه څنګه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په غزني  کې دتاريخي ابداتو دبيا جوړولو لپاره کار وکړ دغزني سيمه ئيز مسوولينو هم هغه څه چې  په دوي پورې اړه لري  ترسره کړ او يايي ترسره کوي .

 په همدي ترتيب  نور مرکزونه به خپلي دندي ترسره کړي نو داسلامي تمدن دپايتخت په توګه دغزني  دلاري پرسر به هيڅ ستونزه موجوده نه وي  دغزني  هويت  او وياړ به ديو تمدن افغانستان  په شتون کې نوي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته