ټولنه

په فارياب کې يو ځوان له تښتولو وروسته ووژل شو .

کابل باختر د مرغومي  يوويشتمه :
په فارياب ولايت کې ناپيژاندو وسله والو کسانو يو ځوان له تښتولو وروسته وواژه .
دغه يو ويشت کلن ځوان دميمنې ښار اصلي اوسيدونکى دى .دغه  ځوان يو نيم مياشتې مخکې کله چې له ښوونځي  څخه دخپل کور په لور روان و دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو .
ددغه ځوان مړى  پرون دميمنې ښار دلومړۍ ناحيې پورې اړوند دظاهر اباد په سيمه کې دملي امنيت  دمنسوبينو دعملياتوپه بهير کې  ترلاسه شوى دى .
دفارياب ولايت يوه امنيتي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ځوان مړى ديو کور له څاه څخه ترلاسه شوى دى .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې قضيې په تور څلور تنه نيول شوي دي اوښايي چې يوشمير نور هم په دغه قضيه کې شامل وي.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش ددغه خبر په تاييدولو سره وايي چې ددغه ځوان مړى دملي امنيت له خوا کشف شوى دى
ديادونې وړ ده چې انسان تښتوونکو  ددغه ځوان له کورنۍ  څخه درې سوه زره امريکايي ډالره غوښتې  و. خو ددغه ځوان کورنۍ ددغې پيسې دورکولو توان يې نه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته