امنیت

شپږ تنه د غلا په تور او پنځه تنه ډار اچوونکي ونيول شول

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
دکورنيوچارو وزارت د درندو جرمونو پرخلاف دمبارزې د رياست منسوبينو شپږ تنه دغلا په تور ونيول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: له نيول شويو کسانوڅخه څلورکمپيوټرونه، د فلم اخستنې دوه کمرې، يوولس موبايلونه، يو سيټ سره زر، پنځه څلويښت زره افغانۍ نغدې پيسې، درې تومانچې او نور ډول ډول د جارحه وسايل هم ترلاسه شوي دي.
په خبرکې ويل شوي دي چې يوه اندازه ترلاسه شوي مالونه دکورنيو چارو وزارت  د درندو جرمونو پرخلاف د مبارزې د رييس مل پاسوال آقا نور کينتوز له خوا دهغو خاوند دکابل ښار اوسيدونکى محمدعيسى ته وسپارل شول .
ديوبل خبر له مخې: دکورنيوچارو وزارت د درندو جرمونو پرخلاف د مبارزې د رياست منسوبينو، د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتوکې پنځوس کيلوګرامه امونيم نايتريت سره ترلاسه کړه .
د افغانستان دخلکو دښمنانو غوښتل ددغې سرې څخه په ورانکارو او ډار اچوونکو عملونوکې کار واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته