سیاست

د بهرنيو چارو وزير: زموږ هيواد زيات پرمختګونه لري

کابل باختر د وري ٥ مــــــــــــه

د افغانستان د بهر نيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول واشنګټن ته دسفر په وخت کې د ا مريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو  له و زيري او ددغه هيواد د کانګرس له مشرا نو سره و کتل

 د بهر نيو چارو وزيرډا کتر زلمي رسول واشنګټن ته په دوه ورځنى سفر کى د افغا نستان _ متحده ايالا تو دښځو شورا د لسمى کا ليزي په غونډه کى خبري و کړې او له ميرمن کلنتن سره يي دوه اړ خيزي خبري و کړې

دغه را ز د ا مريکا د سنا  استا زو مجلس په ګډون د کانګرس له مشرا نو سره و کتل

 ډا کتر زلمى رسول د افغا نستان _ متحده ايالاتو دښځو په شورا کى په خپلو خبرو کى چې ددغه هيواد د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه او ميرمن لورا بوش د بهرنيو چارو وزيرې هيلرى کلنتن اود شورا افغا نى او ا مريکا يي غړو برخه لرله د افغان ښځو پر حقوقو د افغا نستان د حکومت کلکه ژمنه بيا په ډا ګه کړه او ټينګار يي و کړ چى د ښځو د حقوقو په برخه کى برياليتو بو نه په تيره لسيزه کې يو محسوسي او مهم برياليتو ب دى

 ده زيا ته کړه : نن د ښځو حقوق د هيواد په اساسي قا نون کى چې په د مو کرا تيک ډول ليکل شوى دى او له اساسي قا نون او زموږ له نړيوالو التزا ما تو سره په مطابقت کى د افغا نستان ددولت له خوا په بيلا بيلو تصويب شويو قوا نينو کى ځاى مو ند لى دى

 زموږ هيواد زيات برياليتو بو نه لري او افغان ښځې اوس په دى پوهيږي چې هغوى په ټولنه کې ځانګړى دريځ لري او څر ګنده يي کړه زموږ برياليتوبو نه د نړيوالې ټولنې ، ستاسو په شان د خلکو د اصولى او سخا وتمندا نه ملاتړ په واسطه امکان منو نکى او اسان شول

د بهر نيو چارو وزير او ميرمن کلنتن په جلاجلا تو ګه د افغا نستان د وروستيو زړه بوږ نو نکو پيښو ، دد وا ړو هيوادو نو ترمنځ د ستراتيژيک اوږد مهال مشارکت د خبرو دپرمختګو نو ، سيمه ييزو موضوعګا نو اود روان کال د مي په مياشت کې په شيکا ګو کې د ناتو د مشرا نو دغونډي اود جولاى په مياشت کى د تو کيو د کنفرانس لپاره د تياري  په باب خبري و کړې

 دوا ړو لورو د بګرام په هوا يي ډګر کې دقرانکريم دسوځو لو او په کند هار کې د ا مريکا يي عسکر له خوا د ملکي و ګړو د وژل کيدو په ګډون د وروستيو پيښو په باب خبري و کړې

 ډاکتر زلمى رسول له کتنې وروسته له هيلري کلنتن سره په ګډمطبوعا تي مطبو عا تي کنفرا نس کې وويل

مهر با نى و کړي مه هير وي چې داټول په داسي حال کې را منځته شول چې د افغا ننستان خلکو له نړيوالې ټولنې ، متحده ايالا تو سره د يو ځاى کيدو په خا طر نه يوا ځې د افغا نستان بلکى دټو لى نړى د امنيت لپاره زيا تى قرباني زغملى دي

ده په ډا ګه کړه موږ د جمهور رئيس او باما ، د بهرنيو چارو د  وزيرې کلنتن اود حکومت اوکانګرس د نورو مشرا نو د هغو وينا و له ا مله چى پيښې يې غند لى مننه کوو

موږ اوس دغى پيښې دشفافو اوچټکو څيړنو او هغو اشخاصو ته جزا ته سترګى په لاره يو چې لاس يي پکى درلود چى د ا مريکا متحده ايالاتو پر او سنى دوستى اومشار کت به د افغا نستان د خلکو د باور دپيا وړ تيا سبب شي

دوا ړو لورو د افغا نستان _ متحده ايالا تو ددوستې اومشارکت د پيا وړ تيا په باب خبري و کړي

 دوا ړو لورو د هغه تفا هم ليک دلاسليک په برخه کې چې د ا مريکا له ځانګړو ځوا کو نو څخه د افغا نستان ددفاع وزارت ته د بګرام د جيل د مسووليت د ليږد ولو په باب په کا بل کې لاسليک کړ دغه را ز هغوى د افغا نستان د حکومت تر بشپړ کنترول لا ند ي دشپي دعمليا تو د تر سره کولو په اړوند د يو بل تفاهم ليک دلاسليک کولو په باب د خبرو دپرمختګ له ا مله خو ښي څرګنده کړه

 ډاکتر رسول دغه را ز دسنا دبهرنيو اړيکو د کميټې له رئيس سنا تور جان کيري ، د وسله والو خدمتو نو د کميټې له جګپوړي غړى سناتور جان مکين اود کانګرس له غړي ميرمن ننسي پلوسي سره و کتل اود جمهور رئيس او باما له جګپوړي سلا کار جنرال داګلس ليوت ته يي هرکلي ووايه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته