روغتیا

ديني عالمان له خلکو غواړي چې د کرونا د مخنيوي لپاره د روغتياپالانو مشورې ومنئ

جلال آباد د وري ١٠ مه باختر
د ننګرهار د بېلابېلو دیني مدرسو او جوماتونو استادانو او خطیبانو له باختر اطلاعاتي اژانس سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د کرونا پر وړاندې د دولت او چارواکو له لوري سپارښتنې له اسلام سره په ټکر کې  نه دي او باید عملي شي .
د ننګرهارد حج او اوقافو رییس محمد داود مجاهد وايې چې د رسول الله (ص) په زمانه کې د جذام ناروغي را پيدا شوې وه او تر دې چې رسول الله (ص) پکې له لاس ورکولو ډډه وکړه .
د مجاهد په خبره یو تن چې پر جذام ناروغۍ اخته و، رسوالله (ٌص) ورسره په لاس بیغت ونه کړ .
دی او  په ورته وخت کې د الفتح جامع جومات خطیب او د دارالحفاظ مدیر احمدولي هم پر دې ټینګار کوي، چې د کرونا ویروس خطر ته په کتو سره دې د روغتیايې برخې د مسولانو سپارښتنو ته پاملرنه وشي .
دوی له ولسونو غواړي چې د دغه ډول وژونکو ناروغیو پر مهال دې د ټولنې د نورو خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
عالمانو دغه راز د حج او اوقافو وزارت د وزیر پر هغه سپارښتنه هم ټینګار وکړ، چې باید له فرض لمانځه پرته دې نور سنت او نفل لمونځونه په خپلو کورونو کې وکړي .
دوی وايي چې کرونا ویروس له یو انسان څخه بل ته په اسانۍ سره انتقالیږي، نو په کارده چې ولسونه له ډېرې ګڼې ګوڼې ځان وساتي .
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته