امنیت

په ادرسکن او شينډنډ ولسواليوکې د عامه نظم د ځواکونو تيارى

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٩
د کورنيو چارو وزارت د امن او عامه نظم د عمومي قوماندانۍ درستيزوال په ادرسکن او شينډنډ ولسواليوکې د عامه نظم د پوليسو د قطعاتو تيارى وستايه.
د امن او عامه نظم د عمومي قوماندانۍ درستيزوال مل پاسوال سيد احمد علي حسن زاده او د امن او عامه نظم د اوومې لوا قوماندان مل پاسوال سيد باقر مرتضوي په ادرسکن او شينډنډکې د دغې لوا د دويم او څلورم کنډک قرارګاوې وکتلې.
جنرال حسن زاده د دغو دوو کنډکونو د محاربوي احضاراتو کچه د پوځيانو جنګي مورال او د پوستې کنترول او وڅيړه.
ده څرګنده کړه چې د دولت وسله وال مخالفين نن په اسلامي جامو او اسلامي شعارونو سره د اسلام د مقدس دين او په تېره بيا د افغانستان د مظلومو خلکو په وړاندې جنګيږي او هره ورځ له ملکي خلکو قرباني اخلي.
ښاغلي حسن زاده د لويديځ زون د امن او عامه نظم له ځواکونو څخه وغوښتل چې له وسله والو مخالفينو سره د جګړى په وخت کې دې د افغانستان د خلکو د سولې او آرامۍ په د ښمنانو رحم ونه کړي او د هغو وژل يې د امنيتي ځواکونو له اساسي دندو څخه وبلل.
د امن او عامه نظم د اوومې لوا قوماندان مل پاسوال سيد باقر مرتضوي د دغو دوو کنډکونو د ټولو مادي او تخنيکي عينيانو په ساتنې او امامنت دارۍ په ټينګار سره په شينډنډ او ادرسکن ولسواليوکې يې تر خپل امر لاندې ځواکونو په لازياتو هلوځلو ټينګار وکړ.
په پاى کې د امن او عامه نظم د اوومې لوا د دويم او څلورم کنډک شل تنه افسران چې د دندو په اجراکولوکې يې اړتيا ښودلې وه؛ د مننې د لوحو په ترلاسه کولوسره وستايل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته