امنیت

يوه ځوانه نجلۍ د خپل ورور له خوا ووژل شوه

کابل –باختر د سلواغې دمياشتې ١١
په جوزجان ولايت کې يوه ١٧ کلنه نجلۍ پرون د خپل ورور له خوا ووژل شوه. دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي باختر آژانس ته وويل: دغه نجلۍ د مرديانو ولسوالۍ د خان دريغ کلي اوسيدونکې وه او د نامعلوم دليل له امله د خپل ورور له خوا د تومانچې په ډزو سره وژلې شوې ده.
خبرځاى وويل: د مقتولې ورور د پوليسو له خوا نيول شوى دى، خو د دغې وژنې د اصلي انګيزې په باب يې څه نه دي ويلي .
دجوزجان ولايت د ښځو د چارو رييسه وايي: د دغه شان وژنو دليل د کورنۍ په چاپريال کې د نجونو او هلکانو د حقوقو نه رعايتول دي او زياتره کورنۍ د ښځو په اسلامي حقوقو خبرې نه دي .
ويل کيږي په روان کال کې ١٧ تنه ميرمنې او نجونې په جوزجان ولايت کې په بېلابېلو قضيوکې وژلې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته