امنیت

په قندهار کې ديولړچاودنو مخه ونيول شوه .

کابل باختر د  ليندۍ اتمه :
په قندهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه جنوبي ولايت په تيره بيا دميوند ولسوالۍ په ګڼ ميشتو لارو کې لس ماينونه کشف او شنډ کړل .
دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارى کشف او شنډ کړى شول
داتل قول اردو  درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو ددغو ماينونو په ښخولو او چولو سره غوښتل چې ملکي وګړو ته يولړ مرګانۍ پيښې  رامنځته کړي
پوځيان وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو عامل بولي او وايي  چې ددغو ماينونو دښخولو  دعاملانو  دنيونې لپاره پلټنې  پيل شوي دي .
  ختم _  ف =- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته