ورزش

زورخانه يي ورزش د آسيا د المپيک په سياليوکې شامليږي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
زورخانه يي ورزش د آسيا د المپيک په سياليوکې شامليږي.
د آسيا د زورخانه يي ورزشونو د کنفدراسيون رييس چې د آسيايي المپيک دشورا په رسمي بلنه د آسيايي المپيک سياليو په اوولسمه دوره کې دګډون په مقصد جنوبي کوريا ته سفر کړى و؛ وايي: د آسيايي المپيک د شورا له رييس شيخ فهد الاحمد الصباح سره په کتنه کې له هغو څخه وغوښتل چې زورخانه يي ورزشونه د آسيايي المپيک په سياليوکې شامل کړي چې د ده دغه وړانديز د آسيايي المپيک د شورا د رييس له هرکلي سره مخامخ شوى دى .
دغه پيشنهاد په داسې حال کې د آسيا د زورخانه يي ورزشونو د کنفدراسيون د رييس له خوا د آسيايي المپيک شوراته وړاندې کيږي چې افغانستان په سيمه کې د زورخانه يي ورزش د يو قدرت په توګه شمېرل کيږي.
د آسيا د زورخانه يي ورزشونو د کنفدراسيون د رييس محمد انور جګدلک دغه وړانديز د جنوبي کوريا په مطبوعاتوکې پراخ انعکاس درلود او د جنوبي کوريا د زياتو پلويانو لرونکي ورځپاڼې د دغه ټکي په خپرولو سره زياته کړې ده چې د افغانستان ورزش له ټولو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره سره دغه راز مخ په وده دى.
ده وويل چې په نږدې راتلوونکي کې د زورخانه يي ورزشونو نړيوالې سيالۍ په کابل کې د بېلابېلو هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کوي او په هغې کتنې کې چې د آسيايي المپيک د شورا له رييس سره يې درلوده؛  له ده څخه غوښتى چې په بېلابېلو برخوکې د افغانستان د المپيک له ملي کميټې سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته