سیاست

دپوليسو دځواکونو سمبالول دکورنيو چارو دوزير او دناتو دمرستيال دخبرو محورو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣٠
دکورنيو چارو وزير په عملياتي برخه کې دناتو دسرمنشي له مرستيال سره په کتنه کې دپوليسو دځواکونو دسمبالولو په باب خبرې وکړې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې چې په افغانستان کې دناتو سفير او ملکي استازى هم حاضرو دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال تاج محمد جاهد د پوليسو دځواکونو دسمبالولو او دملي پوليسو له ځواکونو سره دنړيوالې ټولنې دملاتړ دجلبولو په باب خبرې وکړې.
دکورنيو چارو وزير له تروريزم او ډار اچوونې سره دمبارزې په برخه کې دهيواد دامنيتي ځواکونو او په تيره بيا دملي پوليسو دځواکونو پياوړتيا ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دغه ځواکونه اوس دخپلو ماموريتونو دڅيړنې په لاره کې لوړ ظرفيتونه لري په همدې حال کې دناتو دسرمنشي مرستيال جنرال پتريک توريز په دې باندى په ټينګار سره چې دناتو ځواکونه د اړتيا له مخې دافغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.
ويي ويل چې په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ ماموريت افغان امنيتي ځواکونو ته دسلامشورو او روزنې دپروګرامونو له پرمخبيولو سره جوخت دامنيتي ځواکونو او په تيره بيا دملي پوليسو دسمبالولو په برخه کې دکورنيو چارو له وزارت سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته