اقتصاد

سمنګانو والي : په سمنګانو کې نوي پروژې منظور شوي دي .

کابل / دوږي ١٣مه / باختر:

د سمنګانو والي په يو مطبوعاتي غونډه کې په دغه ولايت کې د څو بنسټيزو پروژو دتطبيق خبرورکړ . د سمنګانو والي محمدداود کلکاني وويل په هغې کتنه کې چې څو ورځې مخکې يې د هېواد له جمهور رييس محمد اشرف غني سره درلود ، خلکو ته يې په دغه ولايت کې د څو بنسټيزو پروژو د منظورى ډاډورکړ. هغه زياته کړه په دغو پروژو کې دبردره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان د ساتنې په مقصد د٤٠٠ کسيزې قطعې جوړول او د يوسلو شلوکيلومترو په اوږدوالي د ايبکو- دره صوف د سړک قيرکول شامل دي. کلکاني زياته کړه چې جمهوري رياست ته يې وړانديز کړى دى چې د ډبروسکرو بازار له مزارشريف ښار څخه او د ډبرو سکرو د تصدي دفتر د پلخمري له ښار څخه دايبکوښار ته ولېږدول شي. هغه وويل له جمهور رييس سره په خپله کتنه کې د خرم سارباغ ولسوالۍ د اوبو د بند د پروژې جوړول چې د لسګونو زره هکتاره زراعتي ځمکې په خړوبولو برسيره شپيته ميګاواټه برېښنا هم توليدوي چې دايې هم طرحه کړى دى . خبرځاى زياته کړه چې په دې کتنه کې جمهور رييس د تخت رستم د ستوپې د جوړولو چې د نړۍ په کچه د کميابو تاريخي ابدو څخه دى او د ايبکو ښار د اووه ديرشو مترو سړکونو د قيرکولو ډاډورکړى دى . د سمنګانو والي زياته کړه چې د دغو پروژو د تطبيق د څرنګوالي په مقصد يې له اړوندو وزيرانو سره هم کتلي دي . او هغوى ژمنه کړې ده چې دغه پروژې ډير ژر په دغه ولايت کې تطبيقېږي. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته