کابل –باختر-دزمري دمياشتې ١ :
دننګرهارو لايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په بازارکې تېرماښام د ماين د چاودنې له امله اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د خوږياڼيو ولسوالۍ د کږې بازار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې يو ماين چې د ريموټ په واسطه اداره کيده؛ ښخ کړى و چې د چاودنې له امله يې اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
مشرقيوال وويل: چاودنه هغه وخت وشوه چې ددغې ولسوالۍ زيات اوسيدونکي د خپلې اړتيا وړ توکو د برابرولو لپاره بازار ته ورغلي وو.
ټپيان په ډېر لنډوخت کې دننګرهار ولايت دعامې روغتياروغتون ته وليږدول شول او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى .
1 1 دقیقه لوستل