کابل باختر د لړم ديرشمه :
دکورنيو چارو وزارت دپوليسو دخاصو قطعاتو دلوى رياست دکوماندو د ٤٤٤ قطعې دمنسوبينو له خوا څه دپاسه څلور زره کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي په هلمند ولايت کې کشف او ترلاسه شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : په دغو توکو کې څلور زره څلور سوه کيلوګرامه وچ اپين ، درې سوه لس کيلوګرامه اوبلن اپين او نوي کيلوګرامه هيروئين شته چې دکورنيو چارو وزارت دپوليسو دخاصو قطعاتو دلوى رياست دکوماندو د ٤٤٤ قطعې د منسوبينود هڅو او هاند له امله له دريو توغندي ويشتونکو ، دوه ميله پيکا ، شپږو کلاشينکوفونو او له څلورو آى کم مخابرو سره ترلاسه شوي دي او دپيښې په اړوند شپاړلس تنه نيول شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل