فرهنګ

نوروز يو لرغونى جشن دى

-کابل باختر د کب ديرشمه :
نوروز له لرغونو جشنونو څخه شميرل کيږي  چې دځينو تاريخي روايتونو له مخې دنوروز پيل  بابليانو ته نسبت ورکوي .
ددغو روايتونو له مخې : په ايران کې دنوروز نمانځنه  له ميلاد څخه مخکې ٥٣٨ کال کې يعني په بابل  دستر کوروش دبريد په وخت پورې  مربوطيږي .
دغه راز په ځينو روايتونوکې  له زردشت څخه  دنوروز  دبنسټ ايښودونکي په توګه  يادونه شوې ده .
دنوروز جشن  دکال په بدلون يا دپسرلي په پيل سره  پيليږي  چې په افغانستان او ايران کې  دنوي کال پيل  پيژندل کيږي او په ځينو نورو هېوادونو لکه تاجکستان ، روسيه ، قرغزستان ، قزاقستان ، سوريه ، کردستان ، ګرجستان ، اذربايجان ، البانيا ، چين ، ترکيې  ، ترکمنستان ، هند ، پاکستان او ازبکستان کې رسمي رخصتي دى اوخلک يې جشنونه جوړوي .
نوروز  چې زياتې پيړۍ کيږي  دنړۍ  په ټول جشنونو فخر کوي نن زيات پلويان  او مخالفان لري . دځينو په نظر  دنوروز نمانځنه داسلام دمقدس دين  دلارښوونو  مخالف دى خو ځينې  دنوروز نمانځنه  حرام نه بولي او هغه يو جشن بولي چې دديني لارښوونو پرخلاف نه دى .
مولوي محمد نذير حنيف  دنوروز په باب  باختراژانس ته وويل  چې نوروز اخترنه دى  او يوازې  له يومناسبت څخه نمانځنه ده .  خو ځينې له پلارونو څخه دپاتې شوي دود  له مخې  په نوروز کې پاکې جامې  اغوندي ،له عطرونو څخه استفاده کيږي  او زياتې هلې ځلې کوي چې په دې ورځ کې خوښ اوسي . يوشمير  هفت سين چمتو کوي  اويوشمير هم  سمنک اچوي او نور نذرونه چمتو کوي .
دکابل ښار يو تن اوسيدونکى  فيروز حيدر زاده له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل  چې نوروز  يو لرغونى جشن دى  او موږ  له ماشومتوب ځخه نوروز نمانځو او هرکال  دنوروز  په رارسيدو سره  چمتو والى نيسو  چې هغه ډير ښه ونمانځو .
فيروز حيدر زاده دغه راز وويل  چې موږ  هرکال په نوروز کې  هفت سين چمتو کوو او د نوروز په  ورځ  تفريح ځايونو ته ځو . اوزموږ  له مشرانو څخه يوه خبره پاتې ده که چيرې   په دغه ورځ خوښ واوسو دکال ترپاى پورې  به خوښ واوسو .
  نوروز  له هغو جشنونو څخه دى چې زياتره  دنوروز  دحوزې  په هېوادونوکې نمانځل کيږي .  دنوروز جشن دنوروز دنمانځوونکو هېوادونو دوړانديز له مخې د٨٤تاريخي سندونو په روايت  د ١٣٨٨ کال دوږي په مياشت کې  دملګروملتو سازمان  دعمومي ټولنې له  خوا په رسميت وپيژندل شو او دنړيوال جشن په توګه اعلام شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته