ښوونه او روزنه

جمهور رئیس غني: د پوهنې درسي کتابونه به په هېواد کې چاپ شي

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني  په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تير ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په غونډه کې د بېلابېلو تدارکاتي ادارو اړوند په ۸ قراردادونو بحث وشو، چې په پایله کې دکاپیسا ولایت په کوه بند ولسوالۍ کې د ۱۳،۸ کیلو متر سرک د جوړولو او قیرکولو او په پروان اوبلخ ولایتونو کې د کرنیزو فارمونو د جوړولو ۶ قرادادونه د ۱،۱ ملیارد افغانیو په ارزښت منظور شول. همدارنګه د انرژي او اوبو وزارت یو قرارداد رد او د ملي دفاع وزارت یوه پروژه هم فسخه شوه.
جمهور رئیس غني د پوهنې دحالت او درسي کتابونو د چاپ د ښه والي په هکله وویل، حکومت داخلي تولیداتو ته د ترجیح او له داخلي ظرفیتونو څخه د ګټه اخیستنې پالیسي ته په پام په نظر کې لري، چې په هېواد کې د پوهنې د درسي کتابونو د چاپ زمینه برابره کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، اړتیا ده چې داخلي مطبعې او شرکتونه په خپلو ظرفیتونو زیاته پانګونه وکړي، تر څو د کمیت او کیفیت له پلوه د درسي کتابونو د چاپ اړتیا پوره شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، له هېواد څخه دباندې د کتابونو چاپ د قېمت او کیفیت له پلوه موثر نه وو، نو داخلي افغاني ظرفیتونه باید پیاوړي شي.
په دې غونډه کې له یکاولنګ څخه تر دره صوف پورې د سرک جوړولو په هکله بحث وشو اود فواید عامې وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د مرکزي افغانستان لپاره د دې سرک ارزښت ته په پام دې ډيرژر  عملي طرحه ترتیب او کمیسیون ته پیشنهاد کړي.
دملي تدارکاتو کمیسیون د فواید عامې وزارت د هغو پروژو په هکله، چې په ملي بودجه کې شاملې دي او له بودجوي پلوه د تطبیق په پړاو کې ستونزې لري، بحث وکړ او د مالیې او فواید عامې وزارتونه توظیف شول چې دا موضوع له ملي شورا سره یو ځای  وارزوي.
د یادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو کمیسیون تر اوسه ۴۲ پرلپسې اونیزې غونډې کړي او د ۹۷ ملیاردو افغانیو په ارزښت یې له ۶۰۰ څخه زیات قراردادونه منظور کړي، چې په ځینو قراردادونو کې ۱۳ ملیارد افغانۍ سپما شوې ده.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو او د ملي تدارکاتو کمیسیون مسوولینو هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته