امنیت

په افغانستان کې دناټو ديوه سرتيرى وژل کېدل

کابل – باختر دلړم څلورويشتمه:
دناټو يو سرتيرى په افغانستان کې دځانمرګې بريد له امله ووژل شو.
دغه سرتيرى چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى؛ پرون مازيګر دافغانستان په جنوب کې ووژل شو.
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دخپل دغه پوځي وژل کېدل تاييدکړل، خو دهغه دهويت او دپيښې د دقيق ځاى په باب يې څه نه دي ويلي.
خو په قندهار کې سيمه ييز مقامات وايي چې دناټو يو سرتيرى په پنجوايي ولسوالۍ کې دناټو پر يوې پوځي اډې دطالبانو د راکټى بريدونو له امله وژل شوى دى.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې يوبل بهرني سرتيرى ټپي شوى دى .
باخترآژانس ته را رسيدلې خبرونه وايي چې په دغو بريدونوکې دناټو دپوځيانو دجنګي وسايلو په يوه ډيپوکې اور ولګيد.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته