امنیت

په بدخشان کې د یوسړي مړی ترلاسه شو

کابل / د سلواغی ۱۲ باختر
د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې پرون د یوسړي مړی ترلاسه شو.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني باخترآژانس ته وویل چې دغه سړی د جرم ولسوالۍ په دشتک کلي کې د بېوزلۍ او تنګسیا له امله ځان زندی کړی و.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه سړی د خپل کورنۍ نفقه برابروله په دې خاطر چې ونشوکولای خپل کورنۍ ته ډوډۍ برابرکړي ځان وواژه.
د بدخشان د والي ویاند وايي چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره یوهیئت توظیف شوی دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته