سیاست

د بهرنيو چارو وزير او د چين سفير د ملګرو ملتو د سازمان د اويايمې اسامبلې د اجندا په باب خبرې وکړې

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د چين جمهوريت له سفير سره په کتنه کې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې د غونډې او په دې غونډه کې د افغانستان د مسئلو په باب خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې صلاح الدين رباني او دينګ زيجون د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې په اويايمه غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جګپوړي هيئت د ګډون او د افغانستان امريکا او چين د درې اړخيزې غونډې په ګډون د دغې غونډې ترڅنګ د افغانستان د مهمو غونډو په باره کې خبرې وکړې.
ديوبل خبرله مخې :
د بهرنيوچارو وزيرصلاح الدين رباني نن په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره د خپل کار په دفترکې وکتل او د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې په اوويايمه غونډه او په هغو غونډوکې چې د هغې ترڅنګ جوړيږي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جګپوړي هيئت د ګډون او دغه راز د قنسلي چارو، سرحدي چارو، سرحدي سندونو او نښو نښانو، د کارپوهانو او د سرحدي سندونو او نښو نښانو د نوي کولو د ګډو کميسيونونو د غونډو په اړوند خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته